ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عامې روغتیا وزارت: له هند سره د معیاري درملو وارداتو، بیو او پانګونې په اړه خبرې شوي

د عامې روغتیا وزارت تخنیکي ټیم هند ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د خوړو او درملو سټنډرډ ادارو له مسولینو سره جلا ناستې ترسره کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي، په دې ناستو کې، چې د افغانستان لپاره د هند سفارت سرپرست کرن یادف هم شتون درلود افغانستان ته پر معیاري درملو واردولو، قیمت او کیفیت برخې ته د ځانګړې پاملرنې، افغانستان کې پر پانګونې او ځینو نورو موضوعاتو باندې بحث او خبرې تر سره شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت تخنیکي ټیم هندي پانګه وال هڅولي، چې د افغانستان دننه د درملو د تولید برخه کې کار وکړي او ټینګار یې کړی، چې افغانستان د نړیوالو معیارونو مطابق، خوندي او باکیفیته درملو ته اړتیا لري، د درملو د وارداتو برخه کې باید کیفیت، معیاري توب او مناسب قیمت ته ځانګړې پاملرنه وشي.

بل لوري د هند هېواد د خوړو او درملو ټولنو مسولینو د خوړو او درملو د کیفیت او قیمت برخه کې تخنیکي ټیم ته ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، د معیاري درملو د تولید او صادراتو ترڅنګ چمتو دي، چې د درملو په برخه کې تخنیکي همکاري او هم افغانستان کې پانګونه وکړي.

دغه‌راز په پای کې دواړو لوریو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا، د تجربو پر شریکولو او د دوامدارو اړیکو پر ټینګښت ټینګار کړی، څو د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره ګډې هڅې لا پراخه شي.