ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په هند کې څو ملتي شرکتونو په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو جوړولو او طبي خدمتونو پراختیا ته لېوالتیا ښودلې

د عامې روغتیا وزارت یو لوړ پوړي پلاوي هندوستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د ایوروید او دودیز طب له مشهورو او څو ملتي شرکتونو سره جلا لیدنې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دې لیدنو کې د درملو د برابرولو، پانګونې او روغتیا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر امکاناتو هر اړخیز بحث او خبرې شوې دې.

دغه‌راز په دې لیدنو کې یادو هندي شرکتونو ژمنه کړې، چې افغانستان ته به معیاري ایوروید، د سنتي طب برخه کې اسانتیاوې او دودیز درمل په مناسبه او ټیټه بیه برابر کړي، څو افغان ولس ته خوندي او اغېزمن درملیز خدمات ورسېږي.

همدارنګه، دغو څو ملتي شرکتونو په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو او د طبي خدماتو د پراختیا لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې او د عامې روغتیا وزارت دا هڅه یې د هېواد د روغتیايي نظام پیاوړتیا او د درملو د لاسرسي د ښه والي لپاره یو مهم ګام بللی دی.

د یادونې وړ ده، چې دا لیدنې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د ایوروید او دودیز طب برخه کې د همکاریو د پراختیا لپاره یوه مهمه او هیله بښوونکې هڅه ګڼل کېږي.