د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له مرستیال ملا محمد امین جان عمري او د بلخ راستنېدونکو له یو شمېر استازو سره وکتل.
د راستنو شویو کډوالو استازو په مزار شریف ښار کې کډوالو ته د ځانګړي شوي ښارګوټي اړوند وړاندیزونه له وزیر سره شریک کړل.
یادو استازو په دې لیدنه کې ویلي، چې په بلخ کې راستانه شوي کډوال له دایمي سرپناه سربېره لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.
ورته مهال، ملا محمد امین جان د راستنو شویو د ستونزو په حل کې شوې هڅې اغېزمنې وبللې او د کډوالو ځينې وړانديزونه یې په ناسته کې شریک کړل.
همدا راز مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي، چې د راستنو شویو ستونزو ته رسېدنه د اړوندو امارتي ادارو لومړیتوب دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په مزار شریف کې د ښارګوټي وړانديز به د کډوالو له عالي کمېسیون سره شریک شي.
د کډوالو چارو وزیر څرګنده کړې، چې په مزار شریف کې راستنو شویو ته د مرستو د وېش په اړه به اقدام وکړي او اړوندې برخې به لاس په کار شي.

