د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر، کابل کې د روسیې هېواد له سفیر دمیتري ژیرنوف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي منیر بزګرانو ته د بدیل معیشت او د روږدو کسانو د درملنې برخه کې د روسیې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
دغه راز د روسیې سفیر د نشهيي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستایلې او ویلي یې دي چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت لاستهراوړنې د افغانستان په تاریخ کې بېسارې دي.
همد راز دواړو لوریو د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې برخه کې د لا زیاتې همکارۍ ژمنه کړې ده.

