د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د چینايي (MCC) کمپنۍ مسولينو د لوګر ولایت اړوند د مس عینک سیمې د مسو ستر کان د استخراج د طرحې ترڅنګ په یاده ساحه کې د شته تاریخي سیمو او فرهنګي اثارو د ژغورنې په اړه چمتو شوی پلان او تحقیقات د دې وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزيزي سره شريک کړل.
په دې ناستې کې د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژې رییس انجنیر حمیدالله حبیبي، په کابل کې د چین سفارت اقتصادي مرستیال او د MCC کمپنۍ مسولینو ګدون درلود.
د ناستې په ترڅ کې د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د مس عینک د اقتصادي اهمیت ترڅنګ د یادې ساحې تاریخي او فرهنګي حقائق هم په ګوته کړل او ټینګار یې وکړ، چې د مسو کان د پروژی د استخراج سره هم مهاله باید د تاریخي اثارو ساتنې ته جدي پاملرنه وشي او د احتمالي ستونزو په برخه کې مشترک او اړین تدابیر په پام کې ونیول شي.
دغهراز نوموړي د اثارو پر اهمیت د ټينګار ترڅنګ وويل، د تاریخي میراثونو ساتنې ته باید د ملي او نړیوالو قوانینو سره سمه پاملرنه وشي.
په افغانستان کې د چین سفارت اقتصادي مرستیال د تاریخي اثارو د ساتنې د ګډ مسولیت پر اهمیت خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، چې د مس عینک سیمه د چین او افغانستان د تاریخي اړیکو لپاره هم ستر اهميت لري، له دې امله باید د دې سیمې د تاریخي اثارو ساتنه یوازې د یو هېواد نه؛ بلکې د دواړو هېوادونو ګډه دنده وي.
همدارنګه د MCC کمپنۍ استازو د کان د استخراج د طرحې ترڅنګ د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره هم خپل ترسره کړي تحقیقات او مسلکي موندنې د یوه پريزنټيشن په شکل د ناستې ګډونوالو ته وړاندې کړې او ژمنه یې وکړه، چې بشپړ معلوماتو به يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له تخنیکي کمېټي سره شریک کړي.
د هنر او کلتور مرستيال د اطلاعاتو او کلتور وزارت، MCC کمپنۍ او د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ د ګډې کاري هوکړې شتون اړین وباله.

