ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پکتيا ولايت په میرزکې ولسوالۍ کې د شپږو کورنيو ترمنځ ۶۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

د پکتيا ولايت د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د حل منازعات (د قومي شخړو د لمنځه وړلو) کميټې، د ميرزکې ولسوالۍ ځايي مسولينو، علماء کرامو او قومي مخورو په هڅو د پکتيا ولايت په میرزکې ولسوالۍ کې د شپږو  کورنيو تر منځ نږدې ۶۰ کلنه دښمني په دوستۍ او ورورلۍ بدله شوه.

په دې اړه د ميرزکې ولسوالۍ په انګړ کې پراخه غونډه جوړه شوې وه، چې د پکتيا والي ملا مهرالله حماد،‌ د کورنيو چارو وزارت مالي او اداري ریيس دولت ميرکاکا احمد خليل حقاني، د ميرزکې او بيلابيلو ولسواليو مسولينو، علماء کرامو او قومي مخورو پکې ګډون کړی وو.

په غونډه کې د پکتيا والي ملا مهرالله حماد وويل؛ دا د شکر ځای دی، چې د اسلامي نظام تر  چتر لاندې د څو کورنيو تر منځ شخړه د تل لپاره په دوستي بدلېږي او په دې برخه کې يې د  يادې کميټې د مسولينو، علماء کرامو او قومي مخورو د هڅو ستاينه وکړه.

نوموړي زیاته کړه، دا د اسلامي نظام ځانګړنه ده، چې ولسونه د اسلامي نظام تر چتر لاندې یووالي ته را بولي، پخوانۍ شخړې حل کوي او د ولسونو ترمنځ د یوالي او اتحاد د پياوړتيا هڅې وکړي، نو بايد ولسونه او مسولين د اسلامي نظام شکر ادا کړي او د خير ښيګڼې په کارونو کې له مسولينو سره اوږه په اوږه ودرېږي.

د ښاغلي حماد په وینا، د ولسونو خدمت د مسولینو فريضه ده، شپه او ورځ به د ولسونو د هوساينې لپاره کار کوو.

همدرانګه غونډه کې قومي مخورو خوښي وښوده، چې مسولين د ولسونو د اتحاد او اتفاق هڅې کوي او ډاډ يې ورکړ، چې خپل منځي اتحاد به غښتلی ساتي او له مسولينو سره به همکاري کوي.

دغه راز په ياده غونډه کې د پکتيا ولايت د قومونو او قبایلو ریيس او د حل منازعات کميټې مسول مفتي نصيراحمد تايب د يادې کميټې پر فعاليتونو خبرې وکړې او ویې ویل، د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته تر دې دمه پکتيا کې ۵۶ لویې او کوچنۍ  قومي شخړې حل شوې او نورې هم تر جريان لاندې دي، چې نږدې وخت کې به حل او فصل شي.