ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په یوه ټلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمه‌ییزو او نړیوالو بدلونونو په تړاو خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي عراقچي په دې ټلیفوڼي اړیکه کې په لبنان کې د اسرائیلي رژیم د تېریو د بندولو لپاره د نړیوالې ټولنې پر مسولیت ټینګار کړی دی.

ورته مهال، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د سیمې هېوادونو له لوري د سولې او ثبات د ساتنې لپاره د همکارۍ د اهمیت پر دوام سربېره د اسرائیلي رژیم د حساب ورکولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.