د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه تېره ورځ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې تر سره شوه.
دې غونډې ته د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه او له بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د یادې طرحې بڼه له عامه او خصوصي مشارکت څخه بدیل شرعي عقد ته واړوي، مالي موډل یې د نوي شرعي عقد پر بنسټ اصلاح او راپور یې په ټاکلي وخت د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
همدارنګه په دې غونډه کې د حضوري چمن په تړاو د یوې معیاري طرحې د وړاندې کولو په اړه هم بحث وشو.

