د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي امیرسعید ایرواني، د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د امنیت شورا مشر انتونیو ګوتېرش ته په یوه بېړني لیک کې د ایران په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې «لاسوهنې» بللې دي.
امیرسعید ایرواني ویلي، دا ډول څرګندونې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه ده او ښايي په سیمه کې کړکېچ نور هم زیات کړي.
نوموړي په هغه لیک کې، چې د جمعې په ورځ یې ملګرو ملتونو ته استولی، د ټرمپ هغې وینا ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو، که د لاریونونو پر مهال نور کسان ووژل شي، واشنګټن به د هغوی د «ژغورنې» لپاره اقدام وکړي.
ټرمپ په خپلو ټولنیزو شبکو کې په یوه لنډ پیغام کې ویلي، «موږ چمتو یو او د اقدام لپاره تیار یو»، خو د دې څرګندونو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
د ایران دایمي استازي ټینګار کړی، چې ایران د خپل حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي امنیت او د خپلو خلکو د ساتنې لپاره د هر ډول بهرني مداخلې پر وړاندې د مشروع دفاع حق لري او د اړتیا په صورت کې به یې په قاطع او متناسب ډول وکاروي.

