د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال زابل ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د یو شمېر تاریخي او سیاحتي سیمو د بیا رغونې ژمنه کړې ده.
مولوي قدرتالله جمال ویلي، چې د تاریخي ابداتو ساتنه د هېواد د کلتوري هویت د خوندي کولو مهمه برخه ده.
نوموړي د خپل سفر په ترڅ کې لومړی د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسولینو، د ولایت له مرستیال والي او د کلات له تاریخي بالاحصار څخه لیدنه وکړه او د تاریخي ابداتو وضعیت یې له نږدې وڅېړه.
ښاغلي جمال ویلي، چې جنوبي زون ولایتونو ته یې سفر د دې لپاره پیل کړی، تر څو په دغو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو چارې، ستونزې او لاسته راوړنې له نږدې وارزوي.
د نوموړي په وینا، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ولایت په کچه له مهمو او کلیدي ادارو څخه دی، چې د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې مهم رول لري.
همداراز ښاغلي جمال زیاته کړې، چې د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کلات بالاحصار، شاهعالم خان کلا، د محمد هوتک مقبره، د غشي منار، بولان بابا غره او د یو شمېر نورو تاریخي سیمو د ترمیم، ساتنې او سیاحتي پراختیا غوښتنه شوې ده.
مولوي قدرتالله جمال ویلي، د وزارت د بودیجې او پلان له مخې به د یادو تاریخي سیمو د بیا رغونې لپاره ځانګړې بودیجه په پام کې ونیول شي.
همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال د زابل ولایت له مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافظ سره هم لیدنه کړې ده.
ښاغلي جمال له نوموړي غوښتي، چې د تاریخي ابداتو، فرهنګي میراثونو او سیاحتي سیمو د ساتنې او رغونې په برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري زیاته کړي.
د یادونې وړ ده، چې داطلاعاتو او کلتور وزارت ګرځندوي، مالي او اداري چارو مرستیال د خپل سفر پر مهال د کلات بالاحصار او د زابل د یو شمېر نورو تاریخي سیمو څخه هم له نږدې لیدنه کړې ده.

