د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي قطر هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد په دوحه ښار کې د بشري روغتیايي همکاریو او کتلوي معافیت لوړولو په تړاو جوړه شوې نړیواله ناسته کې ګډون کړی.
د عامې روغتیا وزارت وايي، یاده ناسته چې د روغتیايي شریکانو، نړیوالو بنسټونو او مرسته کوونکو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او ګډو هڅو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده، په کې د افغان پلاوي د ګډون اساسي موخه د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو بهیر د لومړیتوبونو، روغتیا ملي پالیسۍ او د هېواد روغتیايي سیستم د اړتیاوو سره سم منظمول او همغږي کول و، څو مرستې اغېزمنې، شفافې او دوامداره شي.
همداراز افغان پلاوي په یاده ناسته کې ټینګار کړی، چې د ملي پالیسۍ تر چتر لاندې د مرستو تنظیم نه یوازې د خدمتونو کیفیت لوړوي، بلکې د سرچینو د ښه مدیریت سبب هم ګرځي.
د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د افغانستان روغتیايي سکتور د جدي اړتیاوو، په ځانګړي ډول د واکسیناسیون، لومړنیو روغتیايي خدمتونو، د مور او ماشوم روغتیا او د بېړنیو ناروغیو پر وړاندې د چمتووالي برخه کې د دوامدارو او زیاتېدونکو مالي سرچینو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
ښاغلي مرستیال له نړیوالو مرسته کوونکو غوښتي، چې د افغانستان د روغتیايي سکتور لپاره خپله مالي او تخنیکي همکارۍ زیاتې کړي.
مولوي عبدالولي حقاني ویلي؛ عامې روغتیا وزارت باور لري، چې دا ډول نړیوالې ناستې د ګډو هڅو پیاوړتیا، باور جوړونې او د افغانستان د خلکو لپاره د عادلانه او دوامدارو روغتیايي خدمتونو د تامین برخه کې خورا مهمې دي.
دغه راز نوموړي زیاته کړې، عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې له ټولو نړیوالو شریکانو سره د روغتیا ملي پالیسۍ په رڼا کې رغنده او دوامداره همکاري ولري.

