ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان کرکټ بورډ نوې پرېکړه: افغان لوبغاړي په يوه کال کې يوازې درېيو بهرنيو ليګونو کې ونډه اخیستلی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو کلنۍ ناسته د دې ادارې د عمومي مشر میرویس اشرف په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د تېر کال راپور وړاندې شو او ورپسې د نوي کال پر کاري پلان خبرې وشوې.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې په دغه کلنۍ غونډه کې د تېر کال بېلابېل فعالیتونه او لاسته راوړنې ارزول شوي او د راتلونکي کال پر پلان هر اړخیز بحثونه او مشورې شوې دي.

دغه راز په دې غونډه کې د وړم ۲۰۲۴ز کال او د تېر ۲۰۲۵ز کال د نړیوالو سیالیو پرتلنه هم وړاندې شوه چې پر بنسټ یې د وړم کال په پرتله تېر کال د لاسته راوړنو کچه پینځه سلنه زیاته وه، چې په ۲۴ز کال کې دغه سلنه ۵۳ وه، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ز کال کې ۵۸ ته لوړه شوې ده او په ۲۰۲۵ز کال کې ټولټال ۵۹ نړیوالې سیالۍ ترسره شوې وې، چې په دغو سیالیو کې د ملي، الف او نوولس کلنو لوبډلو نړیوالې سیالۍ شاملې وې.

همدارنګه د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۶کال کلنۍ غونډه کې دغه پرېکړه کړې، چې افغان لوبغاړي د افغانستان غوره لیګ ترڅنګ یوازې درېیو سوداګریزو لیګونو کې لوبېدو اجازه لري.

بورډ ویلي، دغه پرېکړه یې د لوبغاړو د فټنس او ذهني هوساینې ساتل، کاري بار اداره کول، د ملي دندو لپاره د لوړ فعالیت تضمینولو په موخه کړې.
کرېکټ بورډ زیاته کړې، د بهرنیو سوداګریزو لیګونو په اړه نوې پالیسي تصویب کړې، چې له مخې به یې لوبغاړو ته اجازه ورکړل شي، چې د افغانستان پریمیر لیګ« APL» کې ګډون وکړي او په کال کې یوازې درېیو نورو نړیوالو لیګونو کې ګډون کولی شي.

دغه راز په دغه غونډه کې یادونه وشوه، چې له دې وروسته به د اړتیا پر مهال ټول نړیوال روزونکي افغانستان ته راځي او له ټولو سره دغه خبره په قراردادونو کې هم مطرح شوې ده، ترڅو د کورني کرکټ ټول لوبغاړي وکولی شي د دوی له تجربو ګټې واخلي او ډېره روزنه ترلاسه کړي.

همدارنګه افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۶ز کال د رغنیز ډګر لپاره ۸ ملیون ډالره بودیجه ځانګړې کړې چې ډېری برخه به یې د کابل پر الوخېلو کرکټ لوبغالي او د ننګرهار پر نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي ولګول شي.