د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د یوه هیأت په مشرۍ په کابل کې د زړو قرآن کریمونو د خوندي ساتلو له جوړېدونکي ځای څخه لیدنه کړې.
یاد ځای د دارالامان په غرنیزه سیمه کې جوړېږي چې دا مهال یې د جوړولو چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړولو پاتې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د ځانګړې لارښوونې پر اساس د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د دیني کتابونو او نورو مقدسو اوراقو ساتلو په موخه ځانګړي ځایونه جوړېږي.
ښاغلي ثاقب د یادې پروژې د مسولینو او کارکوونکو له هڅو او روانو چارو ستاینه وکړه او دغه کار یې د مقدسو اوراقو د درناوي او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې مهم او ارزښتناک وباله.
نوموړي د چارو د لا ښه تنظیم، چټکتیا او معیاري بشپړېدو په موخه اړوندو مسولینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

