عامې روغتیا وزارت وایي، چې د یاد وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي قطر کې د افغانستان لپاره د فرانسې شارژدافیر سره په روغتیایي همکاریو خبرې کړي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د افغانستان روغیتایي سکټور پر روانو اړتیاوو، لاسته راوړنو او د دوه اړخیزو همکاریو پر پياوړتیا خبرې شوې دي.
مولوي عبدالولي حقاني او له فرانسوي لوري د افغانستان روغتیایي سکټور لپاره د اوږدمهاله او دوامدره ملاتړ په ځانګړي ډول د FMIC روغتون په چوکاټ کې د تخنیکي همغږۍ د لا پراختیا غوښتنه کړې.
ورته مهال په یاده لیدنه کې د افغان ډاکټرانو ظرفیت لوړونې، روزنیزو پروګرامونو جوړېدو، مسلکي پرمختګ او افغانستان ته د فرانسوي ډاکټرانو د لېږلو په اړه هم بحثونه شوې دي.
بلخوا د فرانسې شارژدافیر د افغانستان روغتیایي سکټور د ملاتړ په اړه د خپل هېواد په ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، ، فرانسه به د FMIC له لارې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
دغهراز نوموړي زیاته کړې، چې سږکال د FMIC د بنسټ اېښودنې شلمه کلیزه لمانځل کېږي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د بریالۍ او دوامداره روغتیايي همکارۍ څرګند ثبوت دی.
د یادونې وړ ده، چې په دې لیدنه کې په قطر کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین او د سفارت اړوند کارکوونکي هم ګډون درلود.

