د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ښایي نن (پنجشنبه، سلواغې دویمه) د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سټیو وېټکاف سره په مسکو کې لیدنه وکړي.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، پوتین د روسیې د امنیت شورا له غړو سره په ناسته کې د امریکا له ځانګړي استازي سره د خپلې لیدنې موخې روښانه کړې دي.
د روسیې ولسمشر ویلي چې د ټرمپ ځانګړی استازی د اوکراین کړکېچ د حل په تړاو د خبرو اترو د دوام لپاره مسکو ته راځي.
نوموړي زیاته کړې، غواړي د ډونالډ ټرمپ د بلنې پر اساس د سولې په بورډ کې د روسیې د ګډون جزییات هم وارزوي.

