هېواد ته د اوزبیکستان ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا مزي یو سرکټ د پلخمري او کابل ترمنځ ساحه کې د سختو اورښتونو او طوفانونو له امله تخنیکي عارضه کړې او پرچاو دی، چې له امله یې پروان، کاپیسا، پنجشېر، کابل، ننګرهار، لغمان، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا، خوست ولایتونه او د بغلان ځینې سیمې د برېښنا له کمبود او پرلهپسې پرچاویو سره مخامخ شوي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، تخنیکي ټیمونه یې کوښښ کوي، چې د وضعیت له نورمالېدو سره د عارضې ځای پیدا او ژر تر ژره ستونزه حل کړي.

