اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې هڅه کوي په افغانستان کې ټولو ماشومانو ته د خوندي او باکيفیته زدهکړو فرصتونه رامنځته کړي.
یاده ټولنه وايي، د ماشومانو د ساتنې سازمان سره په شریکه د فخر پروژې په چوکاټ کې د ماشومانو د زدهکړو او خوندیتوب په برخه کې ۶ میلیونه یورو پانګونه کوي.
دغه راز اروپايي ټولنې د یونسکو د ۴.۷ میلیونه یورو په همکارۍ په شپږو ولایتونو کې ۷ زره او ۵۰۰ نویو ځوانانو ته د حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
اروپايي ټولنې ویلي، تر دا مهاله يې نږدې ۲۰ میلیونه یورو د خوړو نړیوال پروګرام له لارې په افغانستان کې په ښوونځیو کې د خوړو لپاره ځانکړې کړې دي.
د یادې ټولنې په وینا، د یونیسف له لارې په افغانستان کې ۲۵ میلیونه یورو پانګونه کوي؛ تر څو ډاډ تر لاسه کړي، چې دولتي ښوونځي د زدهکړو لپاره مناسب چاپېریال ولري.

