ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خوست کې ۱۱ کلنې او بلخ کې درې کلنې شخړې په دوستۍ بدلې شوې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، چې د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریيس مولوي ميا محمد ولي صديقي په مشرۍ د قومي مشرانو، علماء کرامو، متنفذينو او د نظر خاوندانو په شريکو هلو ځلو د ياد ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې د دوو پلرنيو ترمنځ د تېرو ۱۱ کلونو په دوام دښمني داسې مهال پای ته ورسېده، چې د روغې په مراسمو کې يې ګڼو ولسي خلکو ګډون کړی وو.

د يادې دښمني په ترڅ کې د ګڼو مالي زيانونو سر بېره له دواړو خواوو دوه تنه وژل شوي وو، لوی خپلمنځي اختلافات يې را ولاړ کړي وو او وخت نا وخت به يې د نښتو لامل ګرځېدل، چې مسوولينو د يوې شرعي پرېکړې وروسته ورته د پای ټکی کېښود.

همدرانګه په ورته وخت کې د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریيس مولوي سردارمحمد محمدي په مشرۍ د ياد ولايت په شيراباد سيمه کې د څو کورنيو ترمنځ پېښه شوې درې کلنه شخړه د ځايي خلکو او منځګړو جرګه کوونګو په هڅو پای ته ورسېده.

دغه شخړه، چې د ځمکو د ملکيت پر سر راپورته شوې وه دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې پېښې کړې وې، چې تېره ورځ د يوې قومي جرګې په پايله کې حل او طرفينو ته خپل حقوق وسپارل شول.