ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ستر ګام؛ کابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون پرانیستل شو

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې نن ( پنج‌شنبه، د سلواغې ۹مه)  په کابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي وویل، چې یاد روغتون د دغه وزارت په غوښتنه او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له لوري منظور او فعال شو.

نوموړي زیاته کړه، چې یاد روغتون به د سرطاني ناروغانو تشخیص او درملنې برخه کې غوره اسانتیاوې رامنځته کړي.

دغه راز مولوي نور جلال جلالي وویل، د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون به د ستراتیژیک پلان له‌مخې، راتلونکی کال په لوړ ظرفیت تخصصي خدمتونو وړاندې کړي.

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايی خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د سرطاني ناروغیو تشخیص او درملنې ملي روغتون پرانیستل په روغیتايي برخه کې ستر او مهم بدلون یاد کړ.

نوموړي وویل، له دې وړاندې په هېواد کې د سرطاني ناروغیو روغتون د نه شتون له امله زیات شمېر ناروغانو د درملنې لپاره بهر هېوادونو ته سفر کاوه، چې دغه  کار له هېواد څخه د پیسو د لېږد لامل شوی و.

مولوي عبدالولي حقاني وویل، عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې نور ناروغان بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره اړ نه شي.

نوموړي په کور د ننه له نړیوالو معیارونو سره سم روغتیايی سیستم د جوړولو ژمنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو موخه د درملنې لګښتونو کمول، د ناروغانو د ستونزو راکمېدل او په هېواد کې د تخصصي روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا ده.