د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د ترکیې له سفر وروسته په خپل پیغام کې ویلي، چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره د ایران او ترکیې د دوهاړخیزو اړیکو او همداراز د دواړو هېوادونو د ګډو سیمهییزو موضوعاتو په اړه لیدنې او خبرې تل ګټورې او رغنده وي.
نوموړي په دغو خبرو کې یې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ایران هېڅکله د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې نه دی او چمتو دی، چې داسې عادلانه او منصفانه اټومي هوکړې ته د ننه شي، چې د ایران د ملت مشروع ګټې خوندي کړي؛ هغه هوکړه چې پکې د اټومي وسلو نهلاستهراوړلو تضمین او د بندیزونو اغېزمن لرې کېدل شامل وي.
د عراقچي په وینا، د ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ ترکیې هم د خپلو رغنده منځګړیتوبونو له لارې د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت په لاره کې مهم رول لوبولی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د ایران اسلامي جمهوریت د دغو هڅو ستاینه او هرکلی کوي.
سیدعباس عراقچي ټینګار کړی، چې د ایران اسلامي جمهوریت تل د سیمې له هېوادونو سره د تعامل او همکارۍ لپاره چمتو دی، څو د سیمې سوله او ثبات خوندي وساتل شي او دا سیمه له ناقانونه یرغلونو څخه وساتل شي.

