ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

جنتن تــراټ افغان ځـــوانانو ته: تاسو د لوبې ګټلو پوره ــــ پوره وړتیا لرئ

د ۱۹ کلنو د کرېکټ نړیوال جام په ترڅ کې، افغانستان نن چهارشنبه (د فبرورۍ ۴مه) د هند پر وړاندې په نیمه پایلوبه کې سیالي کوي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکي جنتن تراټ، د نیمه پایلوبې له ترسره کېدو وړاندې، له افغان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې سره ویډیويي اړیکه نیولې او لوبغاړو ته یې ویلي، چې دوی د دغې لوبې د ګټلو پوره وړتیا لري.

تراټ په دې ویډیويي پیغام کې د افغان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې تېرې بریاوې ستایلي او زیاته کړې یې ده، چې که لوبغاړي د ټاکل شوي پلان او ستراتېژۍ له مخې ولوبېږي، نو لرې نه ده چې لومړی نیمه پایلوبه او وروسته پایلوبه هم په بریا سره پای ته ورسوي.

د افغانستان او هند ۱۹ کلنې لوبډلې تر دې وړاندې ۱۲ ځله یو د بل پر وړاندې لوبېدلي، چې له دې ډلې یې هند ۱۰ او افغانستان دوه لوبې ګټلې، خو افغانستان په وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی او دا مهال د یوه پیاوړي سیال په توګه پېژندل کېږي.

د کرېکټ شنونکي وایي، افغانستان په روان نړیوال جام کې تر دې مهاله په زړه پورې لوبې کړې دي او ډېری باور لري، که افغان لوبډله په پوره باور ولوبېږي او تر فشار لاندې رانشي، کولی شي لوبه وګټي.

د یادونې وړ ده، چې یاده لوبه د زېمبابوې په هرارې ښار کې ترسره کېږي او ټاکل شوې د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۲ بجو پیل شي.