د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د معروف ولسوالۍ له قومي مشرانو سره لیدنه کړې.
عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ د لازمو روغتیايي اسانتیاوو غوښتنه کړې.
مولوي نور جلال جلالي د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو ته د شته روغتیايي ستونزو د حل ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د عامې روغتیا وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.
دغهراز نوموړي ډاډ ورکړی، چې په نږدې راتلونکي کې به په دې ولسوالۍ کې د جوړېدونکي روغتون چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

