د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي افغانستان کې د کار نړیوال سازمان له رییس ټیټيهبیاکاري سره په لیدنه کې د کاري اړیکو پراختیا، فرصتونو رامنځته کولو او د کارګرانو د حقونو د خوندیتوب په اړه خبرې کړي.
مولوي محمد زاهد احمدزي ویلي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، چې د همکارو ادارو سره په همغږۍ د ملي او نړیوالو معیارونو په رڼا کې د کار په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
همداراز نوموړي د خبرو په دوام په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان له رییس ښاغلي ټیټيهبیاکاري وغوښتل چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اصولو په نظر کې نیولو او له یاد وزارت سره په همغږۍ خپلو همکاریو ته پراختیا ورکړي.
ورپسې په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان ربیس ټیټي هیباکاري، په بېلابېلږ برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له فعالیتونو څخه خوښۍ څرګنده کړې او د دې سازمان د فعالیتونو، لاستهراوړنو او برنامو په اړه د معلوماتو شریکولو ترڅنګ د کارورکوونکو او کارګرانو د حقوقو د تامین، مصونه کاري شرایطو برابرولو او ټولنیز عدالت په موخه هر اړخیزې خبرې کړي او په افغانستان کې د کاري شرایطو د بهبود او کارموندنې په برخو کې د دې وزارت وروستي فعالیتونه او هڅې ستایلې دي.
په پای کې، د دواړو لوریو لخوا د دوامدارو اړیکو، منظمې همغږۍ او د ګډو ناستو د ترسره کېدو پر اړتیا ټینګار شوي او هوکړه شوې، چې د همکاريو د پیاوړتیا لپاره به په ګډه عملي ګامونه پورته کړي.
د یادونې وړ ده، چې په یاده ناسته کې، د بهرنیو اړیکو رییس حافظ محمد یوسف امین، د تقنین او کار حقوقو رییس بشیراحمد راسخ، د فني او حرفوي زدهکړو د انسجام او همغږۍ رییس ملا عبدالغني وفا، د فني او حرفوي زدهکړو د مراکزو د تنظیم رییس مولوي عبدالواحد فایز او د افغانستان د کارګرانو او کارکوونکو ملي ټولنې رییس الحاج مولوي عبدالمتین مولويزاده، هم ګډون درلود.

