د شهید سردار محمد داوود خان په څلور سوه بستریز روغتون کې د زړه علومو انسټیټیوټ (Institute of Cardiac Sciences) پرانیستل کېږي.
دغه انسټیټیوټ کې به د زړه ناروغیو اړوند ټولې څانګې فعالېږي او د بهرنیو او کورنیو متخصصینو له لوري به د پرمختللو طبي تجهیزاتو په واسطه پکې د زړه د درملنې خدمتونه او زدهکړې وړاندې شي.
دغه انسټیټیوټ د ملي دفاع وزارت لهخوا د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د بشپړېدو په درشل کې دی.

