د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال ننګرهار ولایت ته د سفر پرمهال د دغه ولایت د سیاحتي او زیارتي شرکتونو له مسولینو سره لیدنه کړې.
ښاغلي جمال په دې لیدنه کې ویلي، چې ټول باید د ګرځندوی سکتور د ودې او پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړو، ځکه دا یو مهم اقتصادي سکتور دی.
نوموړي د سیاحتي او زیارتي شرکتونو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې ستونزو ته به یې رسېدنه وشي او د یاد سکتور د پیاوړتیا او پراختیا لپاره به اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
دغه راز د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو ویلي؛ هڅه کوو، چې په دې ولایت کې فرهنګي، تاریخي او سیاحتي ارزښتونو ته لا زیاته پاملرنه وشي، د سیاحتي او زیارتي شرکتونو فعالیت نه یوازې د اقتصاد د پیاوړتیا لامل ګرځي، بلکې د هېواد د مثبت انځور په جوړولو کې هم مهم رول لري.
د مسولينو په وينا؛ ننګرهار کې اوس مهال شاوخوا ۲۸۰ سیاحتي او زیارتي شرکتونه قانوني جوازونه لري او د جوازونو د ترلاسه کولو بهیر لا هم روان دی.
همدارنګه د ناستې په لړ کې د سیاحتي او زيارتي شرکتونو مسولینو ویلي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست تل د ستونزو حل په برخو کې پوره همکاري کړې ده.
د یادو شرکتونو مسولینو ګرځندوی سکتور د پیاوړتیا په موخه د وړاندیزونو د شريکولو ترڅنګ د شته ستونزو د حل غوښتنه کړې، چې د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال له لوري وړاندیزونو ته د رسېدو او د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شوی دی.
د یادو شرکتونو مسولینو د ګرځندوی سکتور د پیاوړتیا په موخه وړاندیزونه شریک کړي او د شته ستونزو د حل غوښتنه یې کړې، چې د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال له لوري وړاندیزونو ته د رسېدو او د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شوی دی.

