د ترکیې هېواد دفاع وزارت وروسته تر هغې د عراق په شمال کې د هوا له لارې د کردي نظامیانو اډې په نښه او کڼ پټنځایونه، ډیپوګانې او روزنځایونه له منځه وړي، چې پرون یکشنبه انقره کې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت سره نږدې دوه وسلوالو په بمي چاوندې او ډزو لاس پورې کړې وو او په پایله کې یې دوه ترکي نظامیان ټپیان کړي وو.
ترکیې په یاد برید سره د دغې ډلې ګڼ ترهګریز پلانونه شنډ کړي.
د ترکي رسنیو د راپورنو له مخې انقره کې د پروني برید مسولیت د کردستان د کارګرانو ګوند (پي کې کې) ډلې منلی وو.
ورته وخت کې ترکي چارواکو هم یو وسلوال، مخالفو ډلو پورې تړلی کس بللی او ویلي یې دي، چې د دویم وسلوال د پېژندلو لپاره څېړنې روانې دي.
انقره کې دغه وسلوال برید د دوبي له رخصتیو وروسته د ترکي پارلمان تر بیا پرانستل کېدو څو ساعته وړاندې شوی دی.

