د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، روسیه او چین چمتو دي چې د ملي حاکمیت ساتنې، ملي یووالي په ګډون په ګڼ شمېر ستونزو کې د یو بل ملاتړ وکړي.
پوتین چین ته له روانېدو وړاندې په یو ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د مسکو او بېجینګ ترمنځ اړیکې د باور او دوه اړخیزه پېژندنې «بېسارې کچې» ته رسېدلې دي.
ټاکل شوې، چې ولادیمیر پوتین چین ته د خپل سفر په ترڅ کې سبا (چهارشنبه، د اپریل ۱۹مه) له خپل سیال شي جین پینګ سره پر دوه اړخیزه همکاریو خبرې وکړي.

