د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د مرستیال مهاجر فراهي په مشرۍ یاد معينيت کې د رسنيو شکايتونو او سرغړونو د څېړنو کمېسيون نوبتي غونډه وشوه.
یاده غونډه کې چې د کمېسيون د غړو په شتون کې جوړه شوې وه، رسنيز شکايتونه او ستونزې وارزول شوې.
په دې ناسته کې د راه فردا تلویزیون، چنار راډیو او د سفر افغانستان یوټیوب چینل کې د نشر شوې ویډیو پر سر د رامنځته شوې ستونزې په اړه هر اړخيزې خبرې وشوې او د کمېسیون د غړو له لوري يې په اړه اړینې پرېکړې وشوې.
همدارنګه د یادو ستونزو د حل په موخه کمېټې وټاکل شوې، تر څو ستونزې په هر اړخيزه توګه وڅېړل شي او راتلونکي غونډې ته يې راپور وړاندې شي.

