د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظهالله د فرمان له مخې، په کاپیسا، روزګان او پروان ولایتونو کې ۳ زره او ۶۰۰ راستنو شویو کورنیو ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، والیانو او نورو سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د غنمو او نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.
یاد وزارت زیاته کړې؛ چې په یادې لړۍ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین د ځانګړې لار ښوونې پر بنسټ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري، له پاکستان او ایران څخه هرې راستنې شوې کورنۍ ته ۲۵۰ کیلو ګرامه غنم او ۵ زره نغدې افغانۍ ورکول کېږي.
ورته مهال راستنو شویو کورنیو پر دغه مرستو خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې دغه مرستې به یې د کورنیو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
د مسوولین وینا، د ورته پروګرامونو د پلي کولو بنسټیزه موخه له راستنو شویو کورنیو څخه ملاتړ، د هغوی د اقتصادي ستونزو کمول او د ښه ژوند زمېنې برابرول دي.

