د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي، چې د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د ځايي قومي مشرانو، ديني عالمانو او متنفذينو په دوامدارو هڅو د کوچي قوم ترمنځ د ۶۷ کلونو اوږده شخړه هواره کړه.
د روغې جوړې په مراسمو کې ویناوالو د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر بنسټ د بښنې، صبر او یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دښمني یوازې ویجاړي زېږوي، خو سوله د پرمختګ او هوساینې لارې هواروي.
دغهراز مسولینو د ښکېلو لوريو څخه وغوښتل، چې پاتې ژوند په مينه، ورورولي او سوله تېر کړي او له هر ډول دښمنۍ ځان وساتي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د یادې شخړې په پایله کې له دواړو خواوو یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی و او همداراز مالي زیانونه هم رامنځته شوي وو، خو د روغې جوړې وروسته دواړو لوریو یو بل ته د بښنې لاس ورکړ او د خوښۍ نوی ژوند یې پیل کړ.

