د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره لیدنه وکړه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د روان زېږدیز کال په ترڅ کې راستنېدونکو ته د اړینو مرستو د رسولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وشوې.
دغهراز د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس د کډوالو چارو وزارت همکارۍ وستایلې او زیاته یې کړه، چې په تېر زیږدیز کال کې یادې کمېشنرۍ ۲.۲ میلیونو راستنو شویو ته خدمات او مرستې وړاندې کړې دي.
د نوموړي په وینا، د روان زیږدیز کال لپاره لومړیتوبونه او د کډوالو اړتیاوې په ګوته شوي او هغو ته په کتو به خپلې چارې تنظیم کړي.
همدارنګه ښاغلي عرفات جمال په افغانستان کې په دوامداره او اغېزمنه توګه د راستنېدونکو چارو ته د رسېدنې په موخه په اداري پړاونو کې د اساتنیاوو رامنځته کولو او ځینو شته ستونزو د حل اړوند وړانديزونه له ښاغلي وزیر سره شریک کړل.
مولوي عبدالكبير د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رییس او مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له افغانانو سره یې د ملګرو ملتونو له مرستو مننه وکړه.
نوموړي د کډوالو او راستنېدونکو چارو ته د رسېدنې په موخه د امارتي او نړۍوالو بنسټونو تر منځ همغږي مهمه وبلله او په اړوندو چارو کې یې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
دغهراز د ناستې په پای کې مولوي عبدالكبير روان کال راستنو شویو ته د لاډېرو مرستو پر رسولو ټينګار وکړ.

