ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د پام وړ دیني پروګرامونه روان دي

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې د هېواد په کچه پراخ دیني او ارشادي فعالیتونه پیل کړي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل ښار د ۲۲ ناحیو ترڅنګ د هېواد په (۳۴) ولایتونو کې په سلګونو جامع، لویو او مشهورو جوماتونو کې د تراویح لمانځه پر مهال د قرآن کریم د ختمونو د ترسره کولو لپاره ۳۴۰۰ تنه ممتاز قاریان او فاتحین د ازموینې له لارې ګمارل شوي دي.

وزارت زیاتوي، چې دغه اقدام د روژې د مبارکې میاشتې په درناوي، د دیني شعایرو د احیا، د اسلامي ورورولۍ د پیاوړتیا او د هېوادوالو د دیني پوهاوي د لوړولو په موخه ترسره شوی دی.

همداراز د روژه ماتي او پېشلمي مهالوېشونه د شرعي او فلکي محاسبو پر بنسټ ترتیب، چاپ او وېشل شوي دي. د جوماتونو د منبرو له لارې د جمعې په خطبو کې د روژې د مبارکې میاشتې د فضیلتونو او اړوندو مسایلو د بیان ځانګړې لړۍ هم پیل شوې ده.

دغه‌راز د خبرپاڼې له مخې، په ټول هېواد کې په ۴۱۱ لویو نظامي مرکزونو کې د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر علمي او ارشادي دورې هم روانې دي، چې د ملي راډیو تلویزیون له لارې په پښتو او دري ژبو په ژوندۍ بڼه خپرېږي او همدارنګه د دغو دورو د ښه تنظیم او څارنې لپاره ځانګړي علمي او نظارتي پلاوي هم استول شوي دي.

یاد وزارت وایي، چې د حج موسم ته په نږدې کېدو سره د حج اړوند چارې هم په چټک او منظم ډول روانې دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ټینګار کړی، چې د اسلامي ارزښتونو د ترویج او د دیني پوهاوي د پراختیا لپاره به خپلې هڅې نورې هم پراخې کړي او له هېوادوالو یې غوښتي، چې په دې مبارکه میاشت کې د قرآن کریم تلاوت او تدبر زیات کړي او له اړمنو، یتیمانو او بېوزلو سره مرسته وکړي.