ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل والي د ده‌سبز ولسوالۍ له مسولینو سره لیدنه کړې

د کابل والي ملا امين الله عبيد د ده سبز ولسوالۍ له مسوولينو سره په لیدنه کې د نوي کابل پروژې د اغېزمن پلي کېدو لپاره د لا زياتې همغږۍ او همکارۍ پر پياوړتيا ټينګار کړی.

دغه‌راز نوموړي مسوولينو ته لارښوونه کړې، چې د ځمکو له غاصبانو او زورواکو سره د قانون له مخې چلند وکړي او د فساد د مخنيوي لپاره جدي هڅې ترسره کړي.

په دې لیدنه کې د ده‌سبز ولسوالۍ مسولینو ډاډ ورکړی، چې په ټولو برخو کې اړینې همغږي شتو لری، د نوي کابل د پروژې ساتنه به په جدي ډول ترسره کېږي او هېڅ ډول غیرې معیاري کار او ناقانونه جوړښت ته به اجازه ور نه کړل شي.

د یادونې وړ ده، چې په دې لیدنه کې د ده‌سبز ولسوالۍ ولسوال، امنیه قومندان، د استخباراتو مدير، د نوي کابل د پروژې مسول، د امنيتي حوزو مسولينو او د ښاروالۍ د ۱۸مې ناحیې رییس ګډون درلود.