ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر: د اسلامي نظام تر قلمرو لاندې د انچ انچ خاورې ساتنه به د سر په بیه کوو

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري له سرحدي ځواکونو سره په لیدنه کې ویلي، چې د اسلامي نظام تر قلمرو لاندې به د هېواد د هر انچ خاورې ساتنه د سر په بیه وکړي.

نوموړي سرحدي ځواکونو ته په خطاب کې ویلي، د سرحد ساتنه د ۴۰ میلیونه ملت امانت دی او دا د څلوېښت کلن ځورېدلي ولس د عزت او حریم ساتنه بلل کېږي، چې باید په کلکه ترسره شي.

ښاغلي نوري ټینګار کړی، چې د سرحدونو په ساتنه کې باید هېڅ ډول غفلت ونه شي او زیاته کړې یې ده، چې د مسولیتونو په سمه توګه اداء کولو سره به الهي نصرت هم مل وي.

نوموړي همداراز ویلي، د هېواد له تاریخ او خاورې باید په کلکه دفاع وشي او سرحدي ځواکونه دې داسې چلند وکړي، چې د اسلامي نظام ښه استازیتوب وکړي.

همدارنګه نوموړي ډاډ ورکړی، چې د ځواکونو د اړتیاوو د ارزونې او د امکاناتو د برابرولو لپاره ورغلی او حکومت به ورسره ولاړ وي.

بلخوا، سرحدي ځواکونو ژمنه کړې، چې د هېواد د هرې سانتي متر ځمکې ساتنه به کوي او هېچا ته به پر افغان خاورې د تېري اجازه ور نه کړي.