د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې ایران به بېرته په «قوي هوډ» سره په لنډه موده کې یوې عادلانه او منصفانه هوکړې ته د رسېدو په موخه جنیوا کې له امریکا سره خبرې اترې پیل کړي.
ښاغلي عراقچي پر خپله اېکس پاڼه ټینګار کړی؛ چې ایران به په هیڅ حالت کې د اټومي وسلو د پراختیا هڅه ونه کړي؛ خو د سولهییزې اټومي ټیکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې حق څخه به هم هیڅکله لاس په سر نه شي.
دغهراز د ایران د بهرنیو چارو وزیر اوسني شرایط د هوکړې ترسره کولو لپاره «تاریخي فرصت» بللی او هیله یې ښودلې، چې دغه فرصت وکولای شي د یو بل اندېښنې له منځه یوسي او ګډې ګټې تامین کړي.

