ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اترا له مخابراتي شرکتونو سره د بنډلونو د بیو کمولو په اړه خبرې کړي

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) په یوه ناسته کې له مخابراتي شرکتونو سره د بنډولو د بیو کمولو، د چوپړتیاوو کیفیت ښه والي، ستونزو ته د رسېدنې او خدماتو وړاندې کولو اړوند موضوعاتو خبرې کړې دي.

د اترا ادارې مسوولینو په دې ناسته کې ټینګارکړی، چې د مصرفوونکو د حقونو ساتنه، د باکیفیته خدمتونو وړاندې کول او په مناسبه بیه د مخابراتي بنډولوعرضه کول د مخابراتي شرکتونو مسولیتونه دي.

همدارنګه په دې ناسته کې ټینګار شوی، چې ټول مخابراتي شرکتونه اړ دي څو د ټاکل شویو اصولو او طرزالعملونو په اساس چوپړتیاوې وړاندې کړي، که د قوانینو او مقرراتو سرغړونه وشي، له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.