د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې دې غونډې ته د مالیې وزارت د نویو عوایدي فرصتونو راپور وړاندې او تایید شو.
د راپور له مخې، مالیې وزارت په بېلابېلو سکټورونو کې د عوایدو د زیاتوالي نوي فرصتونه په ګوته کړي، چې د هر فرصت لپاره د طرحو تر تاییدۍ او منظورۍ وروسته به په اوږدمهال کې د اسلامي امارت بودیجې شاوخوا ۶۰ میلیارده افغانۍ زیات عواید ولري.
دغهراز د اقتصادي کمېسیون په دې نوبتي غونډه کې د معیار او کیفیت ادارې اړوند د داخلي معیارونو لپاره وړاندې شوې ۱۲ مسودې او د ازمایښت ۱۱ طریقې هم تایید شوې. دغه مسودې د ساختماني توکو، برېښنايي او طبي وسایلو او سامان آلاتو، نساجي، پلاستیک، لبنیاتو او همدارنګه د ازمایښت طریقې بیا د خوراکي او کرنیزو محصولاتو اړوند دي.
ورته مهال دې غونډې ته د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد د پایپ لین پروژې په اړه هم راپور وړاندې او د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید شو او د راپور له مخې به مالیې وزارت د یادې پروژې د سروې او ډیزاین لپاره د اوبو او انرژۍ وزارت ته بودیجه ځانګړې کړي.
همداراز مالیې وزارت ته لارښوونه وشوه، څو له شاه و عروس بند څخه د کابل ښار شمالي برخو ته د اوبو رسونې په موخه د اوبو رسونې امارتي شرکت ته ځانګړې شوې بودیجه انتقال او یاد ریاست یې د سروې او ډیزاین عملي چارې پيل کړي.
همدارنګه دې د اوبو رسونې امارتي شرکت د (ام ډي پي) اوبو رسونې پروژې د پاتې چارو د بشپړولو په موخه خپل تطبیقي پلان مالیې وزارت ته وسپاري او مالیې وزارت دې د تطبیقي پلان مطابق بودیجه ورته ځانګړې کړي.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست ته هم لارښوونه وشوه، څو په کابل ښار کې د اوبو رسونې پروژې د سروې او ډیزاین لپاره د اوبو رسونې امارتي شرکت ته بودیجه ځانګړې کړي.
دغهراز د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول، چې په اړه یې اړوندو ادارو ته لازم لارښوونه وشول.
اقتصادي معاونیت په وینا؛ پورته پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله دفتر ته واستول شوې.

