د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې لوی رییس ملا نورالدین ترابي، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له رییس سټیفن روډریګز، د اقلیم بدلون د برخې له مرستیال نجیبالله یوسفي او د دې پروګرام له ستر تخنیکي متخصص، سید اصف محمدي سره په لیدنه کې د پروژو د پلي کېدو پر څرنګوالي خبرې کړي دي.
په دې لیدنه کې ملا نورالدین ترابي ویلي، د اقلیم بدلون اغېزو او ناڅاپي ورښتونو ته په کتو، هېواد د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوی او د بېلابېلو پروژو پلي کېدو ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې، چې د سیلابيلارو د پاکولو او په ټولو ولایتونو کې د استنادي او ګبیوني دېوالونو د جوړولو چارې پیل شوې دي، تر څو د سیلابونو له ګواښونو څخه مخنیوی وشي.
ښاغلي ترابي ټینګار کړي، هغه بودیجه چې د تمویل کوونکو له لوري افغانستان ته ځانګړې کېږي، باید په اغېزمن ډول ولګول شي؛ له همدې امله د لومړیتوبونو لړلیک ترتیب او مرستندویه بنسټونو ته سپارل شوی، تر څو خپل پروګرامونه د لړلیک له مخې تنظیم کړي.
همداراز ملا نورالدین ترابي ویلي، چې د دې ادارې اصلي تمرکز پر بنسټیزو او وقایوي پروژو دی، ځکه په کمه بودیجه د لویو زیانونو مخه نیول کېدای شي او د ملګرو ملتونو له پراختیایي پروګرام څخه یې غوښتي چې په دې برخه کې همکاري او کار وکړي.
ورته مهال، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام رییس، د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې عملي اقدامات ستایلي او څرګنده کړې یې ده، چې یاد بنسټ غواړي د پېښو د مدیریت په برخه کې همکارۍ پراخې کړي.
سټیفن روډریګز ویلي، تل یې ټینګار کړی چې د پېښو سکتور ته، چې د خلکو له ژوند سره مستقیم تړاو لري، باید ځانګړې بودیجه پرته له کومې سیاسې ملاحظې په پام کې ونیول شي.
دغهراز نوموړي زیاته کړې چې د دوی په ټولو پروژو کې به د عامه پوهاوي د لوړولو برخه هم شامله وي.
همداراز روډریګز ویلي؛ چې د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د پروژو د ښه پلي کېدو لپاره به یو همغږی کوونکی د پیښو په اداره کې وګمارل شي او اړتیا ده چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام تخنیکي ټیمونه د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې د ماینپاکۍ چارو له مسولینو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره کړي.
په پای کې، دواړو لوریو پر بنسټیزو پروژو د لا زیات تمرکز او د پېښو د خطرونو پر کمولو ټینګار کړی.

