ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند د ٢١٧ عمري قول اردو د ښوونیز مرکز له دولسمې، درې میاشتنۍ دورې تکتیکي او عقیدوي زده کړو څخه ٦٥٠ تنه منسوبین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغه مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې ریاست رییس شیخ داد محمد “محمدي”، د ۲۱۷ عمري قول اردو مرستيال قومندان ملا عبدالکريم”نافذ” شمال ختيځ زون نظامي محکمې رییس مولوي عبدالهادي”همت” او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون کړی وو.
دغهراز مسولینو نویو فارغ شویو منسوبینو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې او د اسلامي نظام د بقا لپاره یې د هغوی زيار او کوښښونه اړین وبلل.
په پای کې فارغ شویو منسوبینو ګډونوالو ته د جګړه ایزو تکتیکونو نندارې ترسره کړې او مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.

