د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرهان سره ټلیفوني خبرې کړي.
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې ټلیفوني مکالمه کې د وروستیو پېښو، بدلونونو او د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې شوې دي.
د راپورونو پر بنسټ؛ پاکستان د سعودي عربستان سربېره د عمان او قطر هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو سره هم اړیکې کړي، ترڅو د افغان دفاعي ځواکونو بریدونو مخنیوي لپاره منځګړیتوب وکړي.

