ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان هوایي ځواکونو د پاکستاني ملېشو مهم مرکزونه په نښه کړي

ملي دفاع وزارت ویلي، افغان هوايي ځواکونو یوځل بیا د پاکستان راولپنډۍ نورخان اډه، بلوچستان کوټه ۱۲نمر قول اردو، خیبر پښتونخوا مهمندو ایجنسي خویزو کمپ او غلني پوځي قرارګاوو باندې چې مهم پوځي تأسیسات او مراکز دي کارنده هوايي ګوزارونه کړي.

د وزارت په وینا، یاد هوايي ګوزارونه يوځل بیا د پاکستاني ملېشو د هغو هوايي تیریو په غبرګون کې شوي، چې تېره شپه او نن ورځ یې په کابل، بګرام او ځینو نورو سیمو کې ترسره کړي.

دغه‌راز ملي دفاع وزارت په ټینګار سره زیاته کړې، هرڅومره چې پاکستانۍ شریره حلقه زموږ د حریم نقض او بې احترامي کوي، له سخت غبرګون سره به مخ کیږي.