د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري، د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ، د «فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې» تر سرلیک لاندې د خبریالانو، مطبوعاتي مسولینو، ادیبانو، قلموالو او ځوانانو لپاره یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
په دې سیمینار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حيات الله مهاجر فراهي، د بامیانو والي قاري ګل حیدر شفق، د وزارت یو شمېر رییسانو، د سیمهییزو ادارو مسولینو او سلګونو خبریالانو او کلتوري شخصیتونو ګډون کړی و.
د پروګرام په پیل کې د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري سید مصطفی صالح وویل، رسنۍ د ټولنې له مهمو بنسټونو څخه دي، چې په ځانګړي ډول د اطلاع رسونې او د فکري جګړې په ډګر کې مهم رول لري.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي مهاجر فراهي وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته هېواد په اقتصادي، نظامي، سیاسي او نورو برخو کې مهمې لاسته راوړنې لري.
دغهراز نوموړي له خبریالانو وغوښتل، چې د دغو لاسته راوړنو د انعکاس لپاره ګټورې سوژې ومومي او پر بنسټ یې اغېزمنې خپرونې برابرې کړي.
ښاغلي فراهي زیاته کړه، افغانستان نږدې څلور نیمې لسیزې تر اشغال لاندې و، او هر اشغالګر هڅه کوله خپل کلتور ترویج کړي، له همدې امله د افغاني اصیل فرهنګ ساتنه او پیاوړتیا د رسنیو له اساسي مسولیتونو څخه ده.
دغه راز د بامیانو والي قاري ګل حیدر شفق د رسنیو، خبریالانو او قلموالو مسولیتونو ته په اشارې وویل، خبریالان باید د اسلام دین په اړه پوره پوهه ولري او د اسلامي احکامو د پلي کېدو په برخه کې له اړوندو ادارو سره خپل مسولیت په ښه توګه ترسره کړي.
هغه زیاته کړه، د خبریالانو او قلموالو هڅې معنوي جهاد دی او ټولو ته په کار ده، چې خپل سیرت او صورت د اسلام له لارښوونو سره برابر او د اسلامي نظام او هېواد د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې وکړي.
همداراز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه اړیکو رییس او ویاند قاري خبیب غفران، د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد او د کابل پوهنتون استاد پوهنمل محمد شفیق وردګ د خبریالۍ پر اصولو، د رسنیو پر مسولیتونو او د مسلکي ژورنالېزم پر ارزښت خبرې وکړې.
ویناوالو وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د رسنیو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي، لسګونه نوې رسنۍ فعالیت پیل کړی او د رسنیو او خبریالانو د ستونزو او وړاندیزونو د حل لپاره هم اغېزمن ګامونه اخیستل شوي دي.
دوی ټینګار وکړ چې خبریالان او قلموال باید د حق مدافعین پاتې شي، د اسلامي رسنیزو اصولو او قوانینو رعایت وکړي او د اسلامي نظام د استحکام او پیاوړتیا لپاره خپل مسولیت په ښه توګه ادا کړي.
د سیمینار ګډونوالو د دغه روزنیز پروګرام هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې په راتلونکې کې هم د خبریالانو او ځوانانو د فکري او مسلکي ظرفیت لوړونې لپاره ورته پروګرامونه دوام ومومي.
د پروګرام په پای کې د بامیانو ولایت د رسنیو د استازو له خوا د خپرونو چارو مرستیال مولوي مهاجر فراهي ته د عزت چپن ډالۍ او د ټولیزو رسنیو د څار رییس مولوي صفي الله راید ته ستاینلیک ورکړل شو.

