د لوړو زده کړو وزیر، شیخ نداء محمد ندیم د علي اباد په تدريسي روغتون کې د سرطاني ناروغيو د تشخیص او درملنې له ستر مرکز څخه د ليدنې پر مهال د دې مرکز د پاتې چارو په غوره بشپړېدو ټينګار کړی.
نوموړي همدارنګه د علي اباد تدريسي روغتون مسولينو او ډاکترانو ته ویلي، چې ولس معیاري روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري او د دې روغتون په جوړېدو سره به سرطاني ناروغانو ته د درملنې اسانتياوې رامنځ ته شي او ناروغان به نورو هېوادونو ته د تګ له احتیاج څخه خلاص شي او دغه راز محصلانو او ټریني ډاکټرانو ته به د لا ښه عملي کار او ظرفیت لوړونې زمينه هم برابره شي.
د لوړو زدهکړو وزارت وایي، چې د دې مرکز ودانیزې چارې بشپړې شوې او د تجهیز په موخه یې د عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله له لوري ۹۶۴ میلیونه افغانۍ بودیجه منظوره شوې او ۱۱۰ میلیونه افغانۍ اضافي بودیجه هم ورته د طبي تجهیزاتو لپاره په پام کې نیول شوې ده.
شیخ نداء محمد ندیم د یاد مرکز مسولینو ته په همدې اړه ویلي: «د دغه مرکز لپاره متخصص تخنیکي کسان راپیدا کړئ، که په داخل کې نه وي له بهره یې راوغواړئ او ویې ګمارئ.»
د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې د سرطاني ناروغيو د تشخیص او درملنې دغه سترمرکز د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند په علي اباد تدریسي روغتون کې په دوو پوړوونو کې جوړ شوی دی، چې دا یې لومړي فاز دی او د دوو نورو فازونه به یې د دتجهزاتو او کارکونکو د ګمارنې تر بشپړیدو وروسته به په نږدې وخت کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

