د جوزجان ولایت سلګونه تنو اوسیدونکو په یوې اعتراضي راټولیدنه کې د افغانستان پر خاوره د پاکستاني ملیشو یرغل په سختو ټکو وغانده.
اعتراض کوونکو د پاکستاني ملېشو پر وړاندې د شعارونو په ورکولو ټینګار وکړ، چې پاکستان دې له تاریخي پېښو عبرت واخلي؛ ځکه افغانانو تل هر ډول یرغل ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.
معترضانو همدارنګه د پاکستاني ملېشو پر وړاندې د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو غبرګوني بریدونه د افغانانو مشروع حق وباله او ویې ویل، چې د هر ډول یرغل پر وړاندې به له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو هر اړخیز ملاتړ وکړي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ سیمهییزو او امنیتي مسوولینو هم د دې ولایت له یو شمېر اوسېدونکو سره یوځای د پاکستاني ملېشو پر وړاندې د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو له غبرګوني بریدونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی و.

