ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر عبداللطیف نظري: له ایران سره د امریکا او اسراییل جګړه به افغانستان له اقتصادي اړخه زیانمن نه کړي

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټرعبداللطیف نظري وايي، چې له ایران سره د امریکا او اسراییل جګړه به افغانستان له اقتصادي اړخه زیانمن نه کړي.

همدارنګه ښاغلی نظري دا مني، چې ایران د افغانستان ستراتژیک ګاونډی دی، خو په وینا یې افغانستان په اقتصادي، ترانزیتي او سوداګریزه برخه کې خپله پالیسي بدله کړې او ګنې بدیلې لارې یې پیدا کړې دي او دغه ناورین به پر افغانستان جدي اغیزې ونلري.

د چارو شنونکي بیا وايي، په منځني ختیځ په ځانګړې توګه د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه ښايي په لنډ مهال کې پر افغانستان اغیزې ولرې، خو په خبره یې منځنۍ اسیا د افغانستان سوداګرۍ لپاره تر ټولو غوره لار ده.

دغه‌راز دوی وايي، د نړۍ ځینې ځواکمن هېوادونه دې د امریکا او اسراییلو د دغه زیاتي په اړه غږ پورته کړي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان له دې وړاندې تر ډېره پر پاکستان او ایران تکیه درلودله؛ خو له پاکستان سره د لارو له بندېدو وروسته اسلامي امارت پر بدیلو لارو کار وکړ او اوس هېواد ته د اړتیا وړ ټول توکي له بدیلو لارو واردوي.