د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ د پاکستان پر ضد د هند « سندور» عملیاتو ته په اشارې ویلي دي، که پاکستان یو ځل بیا د هند پر وړاندې له خپلو ناسمو چلندونو لاس وانخلي، دا ځل به داسې ځواب ورکړو چې نړۍ به یې ننداره کوي.
دغه لوړپوړي هندي چارواکي د یوې وینا پر مهال خبرداری ورکړی، چې سندور عملیات نه دي درول شوي او دا ځل به هېڅ ډول بښنه ونه شي.

