د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي تېره ورځ په کابل کې د سرطان د تشخیص او درملنې ملي روغتون له روغتیايي خدمتونو کتنه کړې ده.
په دې کتنه کې له ښاغلي وزیر سره د طبي شورا لوی رییس ډاکټر فقیر محمد زیار، د سرطان د کنټرول ملي برنامې مسولینو، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رییس او یو شمېر نورو مسولینو ګډون درلود.
عامې روغتیا وزارت وایي، چې دې کتنه کې د ياد روغتون د روغتیايي خدمتونو پر وضعیت او اړتیاوو هر اړخیزې خبرې شوې دي.
دغهراز مولوي نورجلال جلالي د روغتیايي کارکوونکو له هڅو او خدمتونو مننه کړې او هغوی ته یې د لا غوره خدمتونو سپارښتنه کړې ده.
همدارنګه ښاغلي وزیر د روغتون په بېلابېلو څانګو کې د داخل بستر ناروغانو له نږدې پوښتنه کړې او د هغوی احوال یې اخیستی دی.
مولوي نورجلال جلالي ویلي، د هېواد اوسېدونکي دې ته ډېره اړتیا لري، چې هغوی ته منظم او معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
دغهراز نوموړي د روغتیايي کارکوونکو ستاینه کړې، چې د روژې مبارکې میاشتې په جریان کې خپلو هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

