د اهل السنة والجماعة عقیدې په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لیکل شوی مهم اثر خپور شو.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، په دې اثر کې د اهل السنة والجماعة له معتبرو سرچینو څخه استفاده شوې او د عقیدي په اړه موضوعات په کې په روښانه او ساده ډول راوړل شوي.
دغه اثر د ټولو علمي رشتو استادانو، زده کوونکو او همدارنګه د عامو لوستونکو لپاره ګټور دی او د سمې عقیدې په برخه کې د یو مهم لارښود په توګه ګڼل کېږي.
د ښاغلي مجاهد په وینا، دغه اثر په پښتو ژبه کې په غوره او عالي کیفیت کې چاپ شوی او ډېر ژر به دري، اوزبېکي، ترکمني او نورو ژبو ته له ژباړې وروسته چاپ او تر لوستونکو ورسېږي.

