ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه‌باندې ۱۸۳ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د تولکټو وزارت وایي، چې په تېره اوونۍ کې د دې وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۸۳ زره او ۱۸۷مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د حیرتان بندر له لارې ۱۲۱زره او ۸۷ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۵ زره او۵۹۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې۲۱ زره او۳۵۰ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۲۵ زره او ۱۶۰ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال ۱۸۳ زره او ۱۸۷ ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

همدارنګه د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تېره اوونۍ کې ۳۹۰ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه دی.

یاد وزارت په وینا، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.