ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یوشمېر ملي سوداګر: په بازارونو کې د خوراکي توکو کمښت نشته، د بیو لوړول دې ودرول شي

په ایران کې د امریکا له برید سره هممهاله، په هېواد کې ځینو سوداګرو او هټیوالو په دې پلمه چې لارې بندې دي، د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې کړې دي.

یوشمېر ملي سوداګر وايي، د افغانستان، ایران او منځنۍ اسیا ترمنځ سوداګري په عادي ډول روان ده او په کورنیو بازارونو کې د خوارکي توکو کمښت ستونزه نشته.

دوی زیاتوي، چې سوداګر او هټیوال دې احتکار نه کوي او د لارو بندیدو په بهانه دې خوارکي او سون توکو بیې نه لوړوي.

په ورته وخت کې، کابل مېشتي په وروستیو ورځو کې د کابل په مارکیټونو کې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي.

هاخوا د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي چې افغانستان اوس د سیمې له ګڼو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د ایران سفیر، علي رضا بېګدلي، هم ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریز بهیر پرته له کوم ځنډ او خنډ څخه روان دی.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ایران حکومت په سرحدونو کې د وارداتو او صادراتو لپاره ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړې دي.